د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين له AVA سره خبرو کې تاييد کړه چې د عامه نظم پخوانی قومندان جنرال زمری پيکان د ملي امنيت له لوري تېره شپه نيول شوی دی.
پيکان د ۱۳۹۶ لمريز کال د لېندۍ مياشتې په ۱۲مه له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له لوري په ۸ کاله او ۶ مياشتې بند محکوم شوی و، خو نوموړي دا حکم نه و منلی او د بند تېرولو ته نه و حاضر ...
بهرنۍ رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتان هافمن له قوله ویلي چې له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې یې زرګونه سرتیري له افغانستان څخه ایستلي دي. دی زیاتوي چې دفاع وزارت د پوځیانو شمېر کم کړی خو پر وړاندې یې د پوځیانو وړتیا دوه برابره لوړه کړې ده او هر ډول احتمالي ګواښ څخه مخنیوی کولای شي. نوموړي ویلي امریکایي سرتېري له پنځو نظامي اډو وتلي دي او ...